۰
امریکايي سناتوران خپل حکومت ته!

د افغانستان کنګل شوې پیسې پرېږدۍ او افغانانو ته وېزې آسانه کړۍ

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۸
ګڼ شمېر امریکايي دموکرات سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن نه غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې پرېږدي.
د افغانستان کنګل شوې پیسې پرېږدۍ او افغانانو ته وېزې آسانه کړۍ
ګڼ شمېر امریکايي دموکرات سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن نه غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی بایډن ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې د کنګل شویو پیسو ډېره برخه باید افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره خوشې کړي.

دوی ویلي، امریکا دغه پیسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولیو له لارې باید په داسې ډول افغانانو ته ورسول شي چې د طالبان لاسته ورنه شي.

په لیک کې چې د ۴۰ ډموکرات سناتورانو له خوا لیکل شوی او ۱۳ سنارتورانو په کې لاسلیک کړی ویل شوي چې د دغه پانګې د انتقال لپاره باید یو ځانګړی خصوصي بانک جوړ شي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکس ته د یوه لیک په استولو سره له هغوی غوښتي چې د هغو افغانانو ته د بشر دوستانه ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي چې د وېزې غوښتنه یې کړې.

امریکايي سناتوران داسې مهال د افغانستان د کنګل شویو پيسو د ازادولو غوښتنه کوي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدو سره لاپسې ډېرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي