۰

ایران افغانستان ته د تېلو او ګازو د صادرلو اعلان وکړ

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۱
ایران وایي، تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړي.
ایران افغانستان ته د تېلو او ګازو د صادرلو اعلان وکړ
ایران وایي، تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایراني چارواکو یو درې میاشتنی قرارداد لاسلیک کړی دی چې پر بنسټ به یې دغه هېواد تر راتلونکو دریو میاشتو پورې افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړلی شي.

د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ويلي، هېواد یې له خپل قلمرو څخه د افغانستان لور ته د ګازو او نفتو د ترانزیت درې مياشتينۍ اجازه ورکړې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې کچه د تېر په پرتله څو چنده زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي