۰

افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالره نوره نغدي مرسته راورسېده

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۲
د افغانستان بانک وایي، د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را رسېدلې ده.
افغانستان ته ۳۲ میلیونه ډالره نوره نغدي مرسته راورسېده
د افغانستان بانک وایي، د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرستې بله کڅوړه هېواد ته را رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانک ویلی، دا مرسته پرون سه شنبې د سلواغې ۵ مه کابل ته رسېدلې او دوی د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي.

دا په تېره یوه میاشت کې د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو درېمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.

په دې وروستیو کې پر افغانستان د مالي فشارونو له امله اقتصادي وضعیت سخت ترینګلی شوی دی او تر اوسه پورې د یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو په ګډون تر څلوېښت ډېرو امریکایي قانون جوړونکو د بایډن له ادارې څخه د افغانستان د مالي شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده خو واشنګټن په بېلو پلمو دا چاره ځنډولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي