۰
کای ایډه:

امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاد کړي

چهارشنبه ۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه وايي، امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاد کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه وايي، امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کای ایډه په ناروې کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي اوپر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي.

تر دغه کتنې وروسته آیډه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو پر رعایت، ښوونځیو ته د نجونو پرېښودل او ورته نور هغه مسایل وو، چې رغنده خبرې ورباندې شوې دي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی، نو له همدې امله د دې غوښتونکی دی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني استازي د ناروې هېواد له دې ابتکار هم مننه کړې چې د افغان حکومت او مدني ټولنې ترمنځ یې د خبرو زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي