د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د کنګل شویو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره ګټورې خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبرې افغان پلاوي د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره کړې دي.
خبرپاڼه وايي، دا خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري.
سرچینې زیاته کړې، په دې مذاکراتو کې همدا راز د ښځو د حقونو، بشري حقونو د رعایت، ښوونځیو د پرانیستل کېدلو او نورو مواردو په اړه د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل