۰

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
ملګرو ملتونو د دغه سازمان په امنیت شورا کې افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه.
ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه
ملګرو ملتونو د دغه سازمان په امنیت شورا کې افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا تېره ماښام (د سلواغې ۶مه) د افغانستان په اړه غونډه درلوده، چې د دغه شورا ډېرو غړو په کې ویناوې وکړې.

د غونډې برخوالو ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده.

د دغه تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د دې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي