۰

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی

شنبی ۱۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او د خلکو وضعیت یې نازک بللی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او د خلکو وضعیت یې نازک بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې په تازه څرګندونو کې ویلي، روان ۲۰۲۲ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.

نوموړې زیاته کړې، په افغانستان کې د ژمي په راتګ سره د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي، ځکه له یوې خوا د خوړو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا بیا د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي هم نه لري.

د خوړو نړیوالو پروګرام همدا راز وايي، په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي او دې مسئلې پخپله د فقر کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې او تمه لري چې مرستندویه بنسټونه د خلکو لاسنیوی وکړي.

دا په اسې حال کې ده، چې تېره پنشنبې د ملګرو ملتونو سرمشني انتوني ګوترېش هم په خپل راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ویلي یې و، ښايي په افغانستان کې ۲۴ میلیونه څخه زیات وګړي له لوږې سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي