۰

خلیلزاد ومنله، چې امریکا د افغانستان د وضعیت په اړه تېروتنه وکړه

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۲
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ومنله، چې امریکا د افغانستان د وضعیت په اړه تېروتنه وکړه.
خلیلزاد ومنله، چې امریکا د افغانستان د وضعیت په اړه تېروتنه وکړه
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ومنله، چې امریکا د افغانستان د وضعیت په اړه تېروتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د افغانستان له اسلامي امارت سره د امریکا د دوحې تړون دوه کلنۍ په اړه په تازه مرکه کې ویلي، امریکا کولی شوای خپل ځواکونه په مشروط ډول وباسي.

نوموړي دا هم منلې، چې افغانستان کې د امریکا جګړه ښه پر مخ نه تله نو ځکه واشنګټن له دغه هېواد څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه.

دی دا هم وايي، چې امریکا غوښتل د یوه تړون پر اساس له افغانستان څخه ووځي، چې همداسې یوه توافق ته هم ورسېدل، خو تور پورې کوي، چې مخکني افغان حکومت او طالبانو ونه شوی کولی، چې یو سیاسي جوړجاړی وکړي.

خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني پړه اچولې، چې د یوې تېروتې محاسبې پر اساس یې مذاکرات جدي نه نیول او وخت وژنه یې کوله.

دې ده په وینا مخکنی افغان حکومت دې ته انتظار و، چې د امریکا حکومت تغیر وکړي او له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه یې سیاست بدل شي.

نوموړي ویلي، مخکني حکومت کولی شو له شته وسلو او سرتېرو ښه ګټه واخلي او رهبري یې کړي، خو په وینا یې دا کار یې ونه شوی کړای.
خلیلزد دا هم مني، چې امریکا هم د افغانستان د وضعیت په برخه کې تېروتنه وکړه، خو وايي، دا ځکه وشو، چې امریکا دومره زړه تورې شوې وه، چې دوحې سیاسي تړون له شرایطو پرته له افغانستان څخه و وتل.

هغه د دې په ځواب کې چې ویل کېږي خلیلزاد هم په دې برخه کې خیانت وکړ، وايي، خیانت هغه چا وکړ، چې تر خپل منځ یې موافقت نه درلود.
خلیلزاد وايي، د حکومت اخر ورځو کې ټاکل شوې وه، یو پلاوی دوحې ته د یوه عبوري حکومت د جوړلو لپاره ولاړ شي خو داسې ونه شول.
 
دغه پخواني امریکايي دیپلومات د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ویلي، چې د دولت تر سقوط وړاندې هم چندان ښه نه و او د ورځې به له دوه تر درې سوه پورې کسان وژل کېدل.

خلیلزاد د خپلو خبرو په پای کې ویلي، امریکا او نړیواله ټولنه اوس مسوولیت لري، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او دغه راز دې طالبان هم د افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې عبرت واخلي او تېروتنې دې نه تکراروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي