۰

روسیه: درېیمه نړیواله جګړه به سخته ویجاړونکې وي

پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۰
د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی، چې که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي نو دا به یوه اټومي جګړه وي او سختې ویجاړۍ به رامنځته کړي.
روسیه: درېیمه نړیواله جګړه به سخته ویجاړونکې وي
د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی، چې که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي نو دا به یوه اټومي جګړه وي او سختې ویجاړۍ به رامنځته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، که چېرته اوکراین اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړ نو بې له شکه چې روسیه به له واقعي ګواښ سره مخ او دا چاره به د ټولې سیمې او نړۍ لپاره هم خطرناکه تمامه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د روسیې اټومي ځواکونه په تیارسی حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې به برید هم وکړي.

د یادونې ده، چې روسیې یوه اوونۍ کېږي په اوکراین بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم د دغه جګړې د کره زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو روسیې په کې د خپلو کابو پنځه سوه سرتېرو د وژلو خبر تایید کړی دی.

بلې خوا ته اوکراین هم ویلي، چې په دغه جګړه کې زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور کډوال شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي