۰
شي جین پینګ ته د بایډن خبرداری:

که دې له روسیې سره مرسته وکړه، ناوړه عواقب به درته ولري

شنبی ۲۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.
که دې له روسیې سره مرسته وکړه، ناوړه عواقب به درته ولري
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو پرون جمعه د مارچ ۱۸ مه نږدې دوه ساعته د اوکراین، ټایوان او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې وکړې.

سرچینه وايي، د دغه خبرو په ترڅ کې ولسمشر بایډن خپل چینايي سیال شي جین پینګ ته د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د تجهیزاتو د برابرولو په صورت کې د احتمالي ناوړه عواقبو په اړه معلومات ورکړل.

سپینې ماڼۍ دا نه دي ویلي، چې د بایډن دغه خبرو ته د چین د ولسمشر غبرګون څه وو.

چینايي رسنیو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي