په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په خوست او کونړ کې د پاکستان له لوري په بمبارۍ کې ټولټال ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په خوست کې ۱۲ نجونې او ۳ هلکان او په کونړ کې بیا ۳ نجونې او ۲ هلکان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د یونسیف استازي محمد اګ ایویا دا ماشومان داسې مهال وژل شوي چې په خپلو کورونو کې ویده وو.
د یادونې ده، چې د پاکستان هوايي ځواک د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ مه د افغانستان فضا نقض او په خوست او کونړ کې یې پر ملکي وګړو بمبار وکړ.
د ځايي چارواکو او اوسېدونو په وینا چې خوست کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې تر ۴۰ زیاتو او په کونړ کې بیا ۷ تنو ته چې د یوې کورنۍ غړي و، مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستان دغه تېری او برید په کور د ننه او نړیواله کچه وغندل شوی او دا یې یو بشر ضد جنایت او وحشت وباله.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی امنیت شورا ته په دې اړه خپل شکایت وړاندې کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل