د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاد عواید یې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ تر ۶ نېټې پورې راټول کړي.
که څه هم وزارت نه دي ویلي، چې راټول شوي عواید په کومو برخو کې دي خو له دې مخکې یې یو شمېر پروژې د قرار داد لپاره اعلان ته وړاندې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل