د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حاجیانو لپاره به د پاسټورټونو د وېش په چارو کې اسانتیاوې راولي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقاف له ادارې سره یې یو تفاهم لیک په دې تړاو لاسلیک کړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې، چې پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه خپره شوې، د هغو کسانو د پاسپورټ د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي چې سږکال حج ته روان دي.
اعلامیه کې د حج او اوقاف له ادارې غوښتل شوې دي، چې د ټولو هغو کسانو د شهرت په اړه دې د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکړي چې د حج نیت یې کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل