د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي رسنۍ وايي، پوتین او امام علي رحمان دغه راز د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم بحث کړی دی.
د دغه خبرو نور جزیات نه دي رسنیز شوي.
پوتین او رحمان پر داسې مهال خبرې کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان په خاوره کې پر ناڅرګندو اهدافو اوه توغندي ولګېدل.
د دې برید مسوولیت داعش ومانه.
جمهورخبري آژانس:کابل