۰
د غزني او وردګ والیان:

د مدرسې او ښوونځي تر منځ باید واټن له منځه یووړل شي

یکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۹
د غزني او وردګو ولایت والیانو په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مدرسې  او ښوونځي تر منځ شته واټن باید له منځه یووړل شي.
د مدرسې او ښوونځي تر منځ باید واټن له منځه یووړل شي
د غزني او وردګو ولایت والیانو په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مدرسې  او ښوونځي تر منځ شته واټن باید له منځه یووړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي محمد اسحاق اخندزاده او مفتي لعل ګل منیب دغه څرګندونې پرون شنبې د غوايي ۲۴ مه د غزني مقر ولسوالۍ د نور المدارس په نامه د یوې دیني مدرسې په پرانست غونډه کې کړې دي.

د غزني والایت له مقام نه خپره شوې خبرپاڼه د والي محمد اسحاق اخندزاده له قوله ویلي،د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن باید له منځه یووړل شي، ځکه چې افغانان او افغانستان د دواړو درسګاوو زده کونکو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د وردګو والي مفتي لعل ګل منیب ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ او ابادۍ ته رسېدلي شي، چې زده کونکي یې په عصري او دیني دواړو علومو سمبال شي.

په خبرپاڼه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د بندو ښوونځيو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي