۰

ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۳
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په پام کې لري چې د روان میلادي کال په راتلونکې جون میاشت کې د افغانستان په محوریت په تاشکند کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.
ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په پام کې لري چې د روان میلادي کال په راتلونکې جون میاشت کې د افغانستان په محوریت په تاشکند کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ولادیمیر ناراف له قوله ویلي چې په یاده ناسته کې به د یو شمېر ګاونډیو او هغو هېوادونو استازي ګډون وکړي چې په یو ډول نه یو ډول افغانستان کې ښکېل دي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت پېچلی دی او په خبره یې که چېرته نړیواله ټولنه ورته پام ونه کړي نو ممکن دغه هېواد له نه جبرانیدونکي اقتصادي او انساني ناورین سره مخ شي.

د ازبکستان د بهرنیو سرپرست وزیر کړی دی چې ټوله نړۍ د افغانستان پر وړاندې مسووله ده او باید د دغه هېواد د وضعیت په بیا رغونه کې خپل ورترغاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي