۰

ډبلیو اف پي په ۱۷ میلیونه افغانانو خوراکي توکي وېشلي دي

دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۰
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېر پنځه نیمې میاشتې یې په افغانستان کې له څه باندې اولس نیم ميليونه خلکو سره مرسته کړې ده.
ډبلیو اف پي په ۱۷ میلیونه افغانانو خوراکي توکي وېشلي دي
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېر پنځه نیمې میاشتې یې په افغانستان کې له څه باندې اولس نیم ميليونه خلکو سره مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون د غوايي ۲۵ مه یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې پر میلیونونو خلکو د خوراکي توکو مرستې او د اړتیا وړ لومړني توکي وېشل شوي دي.

تر دې مخکې د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا مرستیالې انتهیا ویب ویلي وو، چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوراکي توکو کمښت ډېر د اندېښنې وړ دی.

د هغه په وینا اټکل کېږي چې د روان کال تر نومبر پورې به په افغانستان کې اتلس اعشاریه نهه میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ شي.

نوموړي ټينګاتر کړي چې د مرستندویه ادارو له خوا د خوراکي توکو او معیشت مرستې د اړمنو کسانو د ژغورنې یوه لار ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال یې له پنځو میلیونو افغانانو سره، په ځانګړې توګه له زیانمنو ښځو سره چې د کورنیو مشري کوي، مرسته کړې ده.

د يادې ادارې له خوا په يوه ټويټ کې راغلي، چې سږ کال يې له دغو کورنيو سره د خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتياوو مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي