د افغان حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند پاتې کارونه هم بشپړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ دغه کمېسیون پرون په خپله ناسته کې د افغانستان برېشنا شرکت ته ځینې دندې سپارلې دي.
برېښنا شرکت ته ویل شوي، چې د وردګو د چک برېښنا بند د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د دغه کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې د چک برېښنا بند درې توربینه لري، چې په بیا فعالېدو سره به د ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
جمهورخبري اژانس:کابل