۰
یونېسف:

څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي

چهارشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونېسف) خبرداری ورکړی دی چې روان میلادي کال یو اعشاریه یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونېسف) خبرداری ورکړی دی چې روان میلادي کال یو اعشاریه یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونېسف پرون سه شنبې د غوايي ۲۷ مه په ټویټر لیکلي، په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هغو ماشومانو شمېر د دوه زره اتلسم کال په پرتله دوه برابره دی چې د مرګ ویره یې شته.

یونیسف زیاتوي چې هغه وخت د ماشومانو د مړینې کچه لوړیږي چې سم خواړه ور ونه رسیږي، ډېر ډنګر شي او د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي