د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې اسلامي امارت د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ د مذاکراتو کوربتوب کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد نن چهارشنبې د غوايي ۲۸ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې یاد مذاکرات د «اسلامي امارت» په منځګړیتوب په کابل کې تر سره شول او په خبره یې د «پام وړ پرمختګ» ترڅنګ پر لنډ مهاله اوربند توافق وشو.
هغه زیاته کړې،د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل