۰

افغان او امریکايي لوري په روان وضعیت خبرې کړې دي

یکشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۶
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
افغان او امریکايي لوري په روان وضعیت خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې تایید کړې، چې له ښاغلي متقي سره یې د افغانستان د روان وضعیت او مېرمنو د حقونو په اړه د نړیوالو د واحد دریځ او اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي ویسټ په خبره د مېرمنو پر وړاندې د افغان حکومت وروستي فشارونه ورته اندېښمنوونکې دي.

په دې تلیفوني‌ مکالمه کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري‌ هم خبرې کړې دي.

دواړو خواوو له نوي حکومت غوښتي چې له روانو کړو فشارونو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

بهرنیو چارو وزارت هم دغه مکالمه تاییدوي، وايي، دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي‌ او افغان حکومت په دې موده کې د خپلو لاس ته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي‌، افغان لوري‌ ویلي‌ چې امنیت تامیین شوی،‌ له فشارونو سره سره بانکي سیستمونه فعال دي، د سلګونه زره پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او د وضعیت د لا ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي