۰

مالیې وزارت تایید کړه، چې ځینو سوداګرو غنم احتکار او بهر ته وړي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د افغانستان د مالیې وزارت تایید کړه، چې یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.
مالیې وزارت تایید کړه، چې ځینو سوداګرو غنم احتکار او بهر ته وړي
د افغانستان د مالیې وزارت تایید کړه، چې یو شمېر سوداګرو د حاصلاتو په وخت غنم احتکار کړي او له افغانستانه یې بهر وړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند احمد ولي حقمل ویلي، د سوداګرو دا کار د دې سبب شوی دی چې د غنمو بیې په افغانستان کې لوړې شي.

د مالیې وزارت ویاند وايي، د اوس لپاره افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسیا نه دی.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېره اوونۍ ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې تر دې وروسته دې بهر ته د غنمو د صادراتو مخه ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي