۰
د کډوالو نړیواله اداره:

افغانستان کې ډېری فابریکو او شرکتونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

چهارشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ډېری فابریکو او شرکتونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
افغانستان کې ډېری فابریکو او شرکتونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي
د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ډېری فابریکو او شرکتونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شو، نو ډېری فابریکې اړ شوې څو خپل کارکوونکي لرې کړي چې دې مسئلې ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو بهیر چټک کړ.

سرچینه زیاتوي، نږدې ۶۵ سلنه شرکتونو او فابریکو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي چې دا د افغانستان اقتصاد ته یوه بله ضربه ګڼل کېږي.

بل خوا ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې د شخصي کاروبارونو ملاتړي دي او دا د دغه هېواد د ودې لپاره مهم بولي، نو له همدې امله تمه لري چې په افغانستان کې د کاروبار لپاره زمینه لا ډېره برابره شي او روان ناوړه اقتصادي وضعیت پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي