۰

د قرغزستان او تاجکستان تر منځ بیا نښته شوې

شنبی ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
د قرغزستان او تاجکستان تر منځ بیا نښته شوې
د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې په وینا دغه نښته پرون جمعه د غبرګولي ۱۳ مه هغه مهال پیل شوه چې قرغزي ځواکونو د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د برید پر وړاندې د دفاع لپاره وسله پورته کړه.

د تاجکستان لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونو له اوږدو کلونو راهیسې په خپلو کې سرحدي لانجې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي