د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې د خدماتو اداره وايي، د دې هېواد او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې په وینا دغه نښته پرون جمعه د غبرګولي ۱۳ مه هغه مهال پیل شوه چې قرغزي ځواکونو د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د برید پر وړاندې د دفاع لپاره وسله پورته کړه. د تاجکستان لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده، چې د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونو له اوږدو کلونو راهیسې په خپلو کې سرحدي لانجې لري. جمهورخبري آژانس:کابل