ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون یو استاد نعمت الله ولي چې څو ورځې غلو په چاقوګانو وهلی و په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه استاد چې پرون له الفلاح پوهنتون څخه وتلی و، په لار کې غلو د موبایل پر سر په چاقوګانو وهلی او ډزې یې پرې کړې وې.
استاد نعمت الله ولي وروسته روغتون ته وړل شوی و، چې نن یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
عیني شاهدان وايي، غله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه سیمه ییزه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل