۰

ننګرهار کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په یوه موټر د چسپکي ماین په چاودنه کې د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې په یوه موټر د چسپکي ماین په چاودنه کې د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د غبرګولي ۳۰ مه سهار شاوخوا ۹ بجې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګربازار کې شوې ده.

د غني خيلو ولسوال مولوي صدیق الله رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د ولسوالۍ د روغتیا برخې د مدیر په موټر د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

که څه هم نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري حنیف رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو طالب سرتېرو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 
تر اوسه هېڅ کومې ډلې هم د یادې چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړم ماښام کابل کې هم یوې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه وژل شوي او دوه ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي