۰

ملا برادر د بیات بنسټ له مشر سره وکتل

یکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بیات بنسټ له مشر احسان الله بیات سره کتلي دي.
ملا برادر د بیات بنسټ له مشر سره وکتل
د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بیات بنسټ له مشر احسان الله بیات سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې بیات ویلي، چمتو دی چې په افغانستان کې د روغتیا، برښنا او مخابراتو په برخو کې پانګونه وکړي.

بل خوا ملا برادر اخوند ویلي، دوی د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې، څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي، اسلامي امارت یې هرکلی کوي، امنیت یې تأمینوي او د کار کولو فرصت ورته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي