سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا لاین رغولو چارې بشپړې شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه برېښنا لاین د رغولو چارې، څه باندې دوې میاشتې مخکې پیل شوي وې چې نن چهارشنبه د چنګاښ ۸ مه بشپړه شوې.
د کندهار د والي دفتر وايي، د کجکي فابریکې څخه تر کندهار برېښناکوټ پوري نوی لاین، انسلیټران، براکټونه او پایې د ۱۷۰ کلیومتره په واټن د ۶۱ کاري ورځو په بهیر کي بشپړ شو.
د دغه دفتر څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروژې ټول لګښت ۲۷۲ میلیونه افغانۍ راغلی دی.
کندهار ښار ته پر داسې مهال د کجکي برښنا وصلیږي چې خلک د برښنا نشتوالي له امله له سختې ګرمۍ سره مخ و.
جمهورخبري آژانس:کابل