۰
یونیسف:

پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلې ډول ډول ناروغیو سره مخ دي

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۱
یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.
پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلې ډول ډول ناروغیو سره مخ دي
یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.

یونیسف زیاته کړې، دوی خپل مرستندویه ټيمونه او درمل سیمې ته لېږلي دي او هڅه کوي له اړمنو سره پر وخت مرسته وکړي.

یونسیف وايي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات رسولي دي او تر څنګ یې د اوبو د پاکولو درمل او نور اړین توکي تر زلزله ځپلو رسولي دي.

خو دغه اداره وايي مرستې کافي نه دي او خلک لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي