۰
الجزیره:

پخوانی فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو میلیونه افغانان یې له لوږې سره مخ کړي

پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
الجزیرې انګلسي په یوه راپور کې د افغانستان د اوسنۍ لوږې او قحطۍ لوی لامل پخواني فاسد چارواکي بللي دي.
پخوانی فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو میلیونه افغانان یې له لوږې سره مخ کړي
الجزیرې انګلسي په یوه راپور کې د افغانستان د اوسنۍ لوږې او قحطۍ لوی لامل پخواني فاسد چارواکي بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور کې ویل شوي، د افغانستان د پخواني حکومت فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو تر شا یې ميلیونونه له لوږې او قحطۍ سره مخ کسان پرېښودل.

د سرچینې په وینا د د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي.

راپور کاږي، په پخواني حکومت کې مالي فساد او د میلیونونو ډالرو لا درکه کېدل د دې سبب شول چې نن میلیونونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان شي.

الجزیرې زیاته کړې، د پخواني حکومت فاسد چارواکي آرام ژوندونه لري، خو د دوی د فساد زیان میلیونونه هغو کسانو ته ورسېد چې په ټېټو چوکیو یې د خپل هېواد خدمت کاوه او د راتلونکې لپاره یې هیلې لرلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي