۰

تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي
د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.

اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا کنفرانس به د روانې جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي