۰

مفتي ذاکري: اسلامي امارت باید عصري علومو پاملرنه ډېره کړي

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مفتي محمود ذاکري په نوم دیني عالم په کابل کې د علماوو لویې غونډې ته ویلي چې علمأ کرام هېڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي.
مفتي ذاکري: اسلامي امارت باید عصري علومو پاملرنه ډېره کړي
د مفتي محمود ذاکري په نوم دیني عالم په کابل کې د علماوو لویې غونډې ته ویلي چې علمأ کرام هېڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متفي ذاکري ټینګار کړی، چې عصري علومو سره اسلام هېڅ ستونزه نه لري او دا علم د ټولنې ډېره شدیده اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، ان په درېیمه هجري پېړۍ کې، هغه وخت چې غربیان مطلق وحشیان وو، مسلمانانو پوهنتونونه درلودل.

ښاغلي ذاکري په اسلامي امارت غږ کړی دی چې عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پرمختګ او تقویې لپاره یې جدي هلې ځلې وکړي.

د یادونې ده، چې ډېری نورو دیني عالمانو هم له اسلامي امارت نه د نجونو د ښوونځیو په ګډون د عصري زده کړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو د ناستې نن درېیمه ورځ ده چې ممکن نن وروسته له غرمې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي