د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو پنځلسمه جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدوي.
هندي لوري ویلي چې دغه غنم به د واګه بندر له لارې د پاکستان له خاورې افغانستان ته رسول کېږي.
د سرچینې په وینا افغانستان په دې حساسو شرایطو کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
هند تر دې وړاندې هم د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل