د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د شیکاګو ایالت د هایلینډ پارک په سیمه کې شوې ده.
دا ډزې د یوې ودانۍ له بامه پر هغو کسانو وشوې چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه.
امریکايي پولیسو تایید کړې، چې د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي، یو ۲۲ کلن کس چې حمله کې دلاس لرلو شک پرې پوری دی، پرون ماښام د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.
دا ډزې د یوې ودانۍ له بامه پر هغو کسانو وشوې چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه.
په امریکا کې تر دې وړاندې پر ښونځیو، کلیساوو او پلورنځیو هم ورته بریدونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل