د قطر د بهرنیو چارو وزارت له امریکايي او افغان لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو تر څنګ یې له دواړو لورو غواړي چې د سولې شوو هوکړو ته درناوی وکړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې قطر په کابل کې تحولات له نږدې څاري او د دې هیله لري چې افغان حکومت هم پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شاملو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ور نه کړي.
قطر دغه راز وایي هڅه کوي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات په راتګ کې موثر تمام شي او دلته د ناندریو او کشمکشونو د دوام مخه ونیول شي.
قطر دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې کابل کې د امریکا د وروستي برید او په کې د امریکا په وینا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو وروسته دواړو لورو یو بل د دوحې د هوکړې په نقض کولو تورن کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل