۰

قطر: امریکا او افغان لوری دې دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي

پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۶
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له امریکايي او افغان لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
قطر: امریکا او افغان لوری دې دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له امریکايي او افغان لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو تر څنګ یې له دواړو لورو غواړي چې د سولې شوو هوکړو ته درناوی وکړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې  قطر په کابل کې تحولات له نږدې څاري او د دې هیله لري چې افغان حکومت هم پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شاملو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ور نه کړي.

قطر دغه راز وایي هڅه کوي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات په راتګ کې موثر تمام شي او دلته د ناندریو او کشمکشونو د دوام مخه ونیول شي.

قطر دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې کابل کې د امریکا د وروستي برید او په کې د امریکا په وینا د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو وروسته دواړو لورو یو بل د دوحې د هوکړې په نقض کولو تورن کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي