د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین پر غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسرائیلو هوایي ځواکونو پرون جمعه د زمري ۱۴ مه په غزې کې څو ځله هوایي بمبارۍ کړې او د یو جګپوړي وسله وال په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپي کړي دي.
اسرائیل وايي، په هوایي بریدونو کې اسلامي جهادي وسله والې ډلې په نښه شوي.
د اسرائیل په هوایي برید کې د غزې په ښار کې یوه اوه پوړیزه ودانۍ لګیدلې.
د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یوه پنځه کلنه ماشومه او یوه ۲۳ کلنه میرمن وژل شوې او ۵۵ نور ټپیان شوي.
اسلامي امارت پر غزه ښار د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د اسرائیلو د وحشتونو او تیري په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل