د ازبکستان د دفاع وزارت د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان له پوځي ځواکونو سره د ګډو پوځي تطبیقاتو خبر ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انټرفکس خبري آژانس پرون د ازبکستان په جنوب لویدیځ کې د ځانګړو پوځي ځواکونو د قوماندان زیناب الدین ایمانوف له قوله خبر ورکړ چې وايي، پوځي تطبیقات ترمز ښار ته نژدې پیل شوي دي.
د سرچینې په وینا د دې پوځي تمرینونو د پرانیستو په مراسمو کې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز مرستیال شرف خدای بیردي هم حاضر و.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې څوڅلې له روسیې او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل