د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې افغان چارواکو د کمال خان د بند اوبه ورخوشې کړې او ایران ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قمي ویلي، چې د افغانستان د هلمند اوبه اوس سیستان او بلوچستان ولایت ته رسېدلي دي.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه د ویډیو خپرولو سره ویلي له افغانستان ایران ته د اوبو د تلپاتې بهېدو لپاره به سلا مشورې روانې وي.
خو د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله ده مرده ویلي، دا اوبه نه دي ایله شوې، بلکې سېلاب افغان حکومت اړ کړ چې اوبه خوشې کړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي څو ورځې مخکې د خپل هېواد پر چارواکو غږ وکړ چې له ۱۱ سره د اوبو پرېښودو مسله پرلپسې وڅاري.
جمهورخبري آژانس:کابل