۰

جوزجان کې ۱۸ زره کسان په کولرا اخته شوي دي

یکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
جوزجان کې ۱۸ زره کسان په کولرا اخته شوي دي
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني صمیم وايي له دې ډلې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی زیاتوي، د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه یې ۵ روغتیايي ټیمونه اقچې، منګجک، مردیان، خانقاه او فیض اباد ولسوالیو ته استولي دي.

نوموړي د هوا ګرمېدل، د خلکو له خوا د چاپیریالي حفظ الصحې نه مراعاتول او له ککړو اوبو استفاده پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي