د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه کړې، چې له ټولو بنسټیزو پروژو جدي ساتنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني دغه څرګندونې هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي برېښنا بند د لیدنې پر مهال کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي حقاني له قوله ویلي، چې د بنسټيزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي.
په خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر د دې لیدنې پر مهال امنيتي مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې په ټول توان ددې بنسټیزې پروژې ساتنه وکړي.
سرچینې زیاته کړې، حقاني د کجکي بند له تخنيکي مسوولينو او انجنيرانو سره هم وليدل، د هغوى د زیار او هڅو ستاينه يې وکړه او وې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستي حده زيار وباسي.
نوموړي په ټينګار سره ویلي، د داسې بنسټيزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او باور لري چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.
جمهورخبري آژانس:کابل