۰

مقتي او د چین ځانګړي استازي پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.
مقتي او د چین ځانګړي استازي پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، امیرخان متقي له چینايي لوري وغوښتل چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه سازي وکړي.

د چین ځانګړي استازي ویلي، افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي په سیمه کې د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په باب د لېوالتیا په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي یوشیایونګ زیاته کړې، چې چین په پام کې لري، پر جلغوزو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه میوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان ملي اقتصاد سره مرسته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي