۰

امنیتي ځواکونو بلخ کې یو ماشوم له انسان تښتونکو را خوشی کړی دی

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې له انسان تښتونکو راخوشی شو.
امنیتي ځواکونو بلخ کې یو ماشوم له انسان تښتونکو را خوشی کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې له انسان تښتونکو راخوشی شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکو ویلي، دغه ماشوم تېره اوونۍ د مزارشریف ښار له کارته باختر سیمې څخه تښتول شوی وو.

تښتول شوی ماشوم محمد یوسف نومېږي او د بلخ د مشهور ډاکتر عبدالقیوم حکیمي زوی دی، چې تېره اوونۍ تښتول شوی وو.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني وايي، دغه ماشوم نن دوشنبې د تلې ۴ مه د امنیتي ځواکونو له خوا د انسان تښتونکو له منګولو راخلاس کړل شو.

د هغه په وینا انسان تښتونکي په عاجله توګه نیول شوي او په سزا رسېدلي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي