۰

د کانونو وزارت: په نېږدې کې به په اتو لویو پروژو کار پیل شي

دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۰
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي.
د کانونو وزارت: په نېږدې کې به په اتو لویو پروژو کار پیل شي
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر دوو میاشتو پورې به د کانونو پر اته لویو پروژو عملي کار پيل شي.

د جمهور خبري آژانس له مخې سرچینې زیاته کړې، د اته لویو پروژو د پانګونې په هدف ورسپارل شوي پروپوزلونه یا وړاندیزونه د څېړنې په حال کې دي.

دغه پروژې د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې او د غور په شهرک او غورک ولسوالیو کې د سربو او جستو د منرالونو د کېندنې دي چې د پرخوالي له کبله په ۸ حوزو یا بلاکونو ویشل شوي دي.

د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي، دواړو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د دغې پانګونې د ګټلو په سیالۍ کې ګډون کړی دی.

برهان وویل، تر دوو میاشتو پورې به پر دغو پروژو کار پيل او نوموړی ادعا کوي چې لسګونه زره کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي