۰

تر ډېورنډ ها خوا ترافيکي پېښه شوې، خو مړه په کې افغانان دي

سی شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۱
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د خيبر پښتونخوا په ديره اسماعيل خان کې د يوې ټرافيکې پېښې له کبله يوولس کوچيان مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.
تر ډېورنډ ها خوا ترافيکي پېښه شوې، خو مړه په کې افغانان دي
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د خيبر پښتونخوا په ديره اسماعيل خان کې د يوې ټرافيکې پېښې له کبله يوولس کوچيان مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د بلوچستان پر لويه لاره د يوه ټراکټور او ټيلر تر منځ ټکر شوی چې ټراکټور کې سپاره ۱۰ کوچيان ځای په ځای او يو بل بيا په روغتون کې مړ شوی دی.

په مړو شويو کې شپږ مېرمنې هم شاملې دي او دغه راز ۳۳ تنه نور چې ډېری یې ماشومان او د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي ټپیان شوي دي.

ویل کېږي د پېښې ټپیان نېږدې روغتونونو ته رسول شوي او بېړنۍ درملنه یې روانه ده.

د پېښې علت تر اوسه نه دی روښانه شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي