له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د خيبر پښتونخوا په ديره اسماعيل خان کې د يوې ټرافيکې پېښې له کبله يوولس کوچيان مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د بلوچستان پر لويه لاره د يوه ټراکټور او ټيلر تر منځ ټکر شوی چې ټراکټور کې سپاره ۱۰ کوچيان ځای په ځای او يو بل بيا په روغتون کې مړ شوی دی.
په مړو شويو کې شپږ مېرمنې هم شاملې دي او دغه راز ۳۳ تنه نور چې ډېری یې ماشومان او د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي ټپیان شوي دي.
ویل کېږي د پېښې ټپیان نېږدې روغتونونو ته رسول شوي او بېړنۍ درملنه یې روانه ده.
د پېښې علت تر اوسه نه دی روښانه شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل