۰

فاریاب کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۱
سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ترافیکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲۶ مه د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، یو د مسافرو ډک فلانکوچ موټر د پښتون کوټ ولسوالۍ کې له سړک نه اوښتی او چپه شوی دی.

د دوی په وینا په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نشته.

د پېښې لامل هم د موټر چلوونکي ګړندۍ تګ په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ لوګر کې د واده په وار کې د ناوې موټر اوښتی، چې په کې د ناوې په ګډون څلور تنه مړه شوي او زوم ټپي شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي