سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د تلې ۲۶ مه د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، یو د مسافرو ډک فلانکوچ موټر د پښتون کوټ ولسوالۍ کې له سړک نه اوښتی او چپه شوی دی.
د دوی په وینا په دغه پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نشته.
د پېښې لامل هم د موټر چلوونکي ګړندۍ تګ په ګوته شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ لوګر کې د واده په وار کې د ناوې موټر اوښتی، چې په کې د ناوې په ګډون څلور تنه مړه شوي او زوم ټپي شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل