۰

ملګرو ملتونو په بامیان کې د ښځو لپاره د "کورنۍ باغ" کمپلیکس پرانیست

سی شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د "کورنۍ باغ" په نوم سوداګریز، تفریحي او کلتوري کمپلیکس د ښځو لپاره پرانېست.
ملګرو ملتونو په بامیان کې د ښځو لپاره د "کورنۍ باغ" کمپلیکس پرانیست
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د "کورنۍ باغ" په نوم سوداګریز، تفریحي او کلتوري کمپلیکس د ښځو لپاره پرانېست.

په باميانو ولايت کې د دغې موسسې د نمايندګۍ رييس محمد اشرف نيازي وويل چې دغه کمپلکس د باميانو د مرکز په دشت عيسى خان سيمه کې د ٥٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

د هغه په ​​وينا، په دغه کمپلکس کې د مسلکي حرفوي زده کړو يو مرکز، بازار، رسټورانټ، د استوګنې تالار، شنه چاپېريال او د اوبو او برېښنا په عصري سيستم سمبال تفريحي او خدماتي پارکونه شامل دي.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې په دې لړ کې به نجونو او مېرمنو ته حرفوي، کمپيوټر، ژبه او قرانکريم تدريس شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو، زده کړو، کار او تګ راتګ بندیز ولګاوه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي